رپوټ: مهتمم صالح
د ميلادي کال د نوومبر دوهمه د خبريالانو په وړاندي د جرمونه د معافیت نړيواله ورځ ده، چي په کندهار ولایت مقام کي هم دغه ورځ ولمانځل سوه.
په مراسمو کي په کندهار کي د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې مسئول احمد لودين وويل، ډېر وخت خبريالان د خطرونو په مقابل کي راپورونه جوړوي.
هغه وايي، پروسږ کال افغانستان شپږم هغه هيواد وو، چي د خبريالانو په وړاندي جرمونه نه پکښي څېړل کېږي.
لودين د هغه خبريالانو د کارونو ستاينه وکړه، چي په سختو شرایطو کي مسلکي کار کوي.
په کندهار کي د هيواد مطبوعاتي ګروف رئيس صديق الله خليق هم په غونډه کي و ويل، دولت او چارواکي دي د رسنيو حمايت وکړي او د هغوی په وړاندي سونزي نه جوړوي.
هغه وویل، د خبريالانو بنسټونه او دلتي چارواکي دي هڅه وکړي، څو د خبريالانو او رسنيو ستونزي راکمي کړي.
ښاغلي خليق په کندهار کي د اطلاعات او فرهنګ له رئيس څخه مننه وکړه، چي په دغه برخه کي يې هلي ځلي کړي دي.
دغه راز د کندهار مرستيال والي فصل شېرزی وايي، رسنۍ د دولت څلور مه قوه ده، نو بايد خبريالان تر سرعت دقيت ډېره پاملرنه وکړي.
هغه وايي، ډېر ځلي ځيني خبريالان داسي خبرونه خپروي، چي حقيقت نه لري او هغه د خلګو پر ذهنونو منفي اغېزه کوي.
بلخوا خبريالان بيا وايي، دلته په هيواد کي تحقيقي خبريالي نه سته او خبريالان نه سي کولای چي په يوه موضوع کي تحقيق وکړي.
د دوی په خبره، ډېر وخت چارواکي د خبريالانو څخه ګيله کوي، چي ولي په موضوعات کي تحقيق نه کوي، خو د خبريالانو سر نه دئ خوندي نو ځکه خبريال نه سي کولای، چي تحقيق وکړي او بيا په ټولنيزو رسنيو کي هغه موضوع په بل ډول خپرېږي.
خبريالان وايي، د دوی په وړاندي اوس هم ډېر خنډونه دي، چي هغه ناامني، معلوماتو ته نه لاسرسی، د اعلاناتو نه درلودل او په مرکز کي د هغو انحصار هغه ستونزي دي چي خبريالان او رسنۍ یې لري.
معلوماتو ته نه لار رسی، د خبريالانو لپاره امنيتي خطرونه، د خبريالانو سره د چارواکو ناسم سلوک او نور هغه ستونزي دي، چي خبريالان ورسره لاس او ګريوان دي.
د يادولو وړ ده، چي د د شنبې په ورځ سهار په مرکز کابل د پخواني خبريال يما سياوش پر موټر ماين چاودنه سوې، چي هغه او دووه نور کسان پکښي وژل سوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون