په کندهار کي ځوانان او محصلان د کابل پوهنتون پرونی بريد غندي او دولت په بې کفايتۍ تورنوي

رپوټ: مهتمم صالح

له هغه وروسته چي په کابل پوهنتون کي بريد سوی دئ، دلته په کندهار کي يې هم محصلان اندېښمن کړي دي.

دوی د کابل پوهنتون بريد غندي او وايي، چي دولت نه سي کولای چي د عامه ځایونو ساتنه وکړي.

د دوی په خبره دولت دومره بې کيفايته سوی دئ، چي خپل دوښمن نه پېژني او مدیريت یې هم صفر دئ.

محصلان وايي، دا چي د کابل پوهنتون غوندي ځای کي بريد کیږي، نو دوی دلته په کندهار پوهنتون کي هم د امن احساس نه کوي او ځان خوندي نه سي احساسولای.

د دوی په خبره، دولت دي مخکي له پیښو وقايوي تدابیر ونيسي، وروسته تر پيښو د دوی څېړني کومه فايده نه کوي.

دوی غوښتنه کوي، چي د کابل پوهنتون پيښي عاملين دي څارنوالۍ ته معرفي سي او په راتلونکي کي دي د دغه ډول پيښو مخه ونيول سي.

پرون يوه ډله وسلوالو د کابل پوهنتون پر محصلانو او استادانو بريد کړی دئ، چي د عامي روغتيا وزارت وايي، په دغه پېښه کي ۲۲ نارينه او ښځينه محصلانوژل سوي او ۲۲ نور ټپيان سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...