په کندهار کي ځوانان امنيتي حالت اندېښمن کړي دي

دوی وايي، د کندهار اوسنی امنيتي حالت د ډاډ وړ نه دئ او دوی نه سي کولای، چي په دغه ډول امنيتي حالت کي خپلو کارونو او زده کړو ته په ډاډه زړه ولاړ سي.

ځوانان وايي، د کندهار ځیني ولسوالۍ چي مخکي پکښي ښه امنيت وو، نا امنه سوي دي، او دوی دلته په ښار کي هم د امنيت احساس نه کوي.

د دوی په خبره، ارغنداب، پنجوايي او ژړۍ هغه ولسوالۍ دي، چي د ښار امنيت په خوندي دئ، نو که دغه ولسوالۍ سقوط کوي، نو معلومه خبره ده، چي ښار به هم ورسره سقوط کېږي.

ځوانان وايي، دولت د مديریت د ضعف سره مخ دئ او نه سي کولای چي خپله عراضي وساتي، نو ځکه په ښار او ولسواليو کي امنيت ورځ تر بلي خرابېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...