رپوټ: مهتمم صالح
ارغنداب، ژړۍ، ميوند او پنجوايي هغه ولسوالۍ دي، چي جګړې پکښي پیل سوي دي او له امله يې زرګونه کورنۍ مجبوره سوي دي، چي سيمه پرېږدي.
بې ځايه سوي کسان وایي، د کورونو څنګ ته یې جګړه وه او د کورنۍ غړي يې هم د مرګ له خطر سره مخامخ وه، نو ځکه دوی اړ سوه، چي خپل کورونه پرېږدي.
د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ څخه راغلي بې ځايه سوي وایي، چي وسله والو طالبانو ورته ويلي دي، چي دوی جګړه کوي، نو بايد د سیمي ټول خلګ د کورونو څخه ووزي.
دوی وايي، جګړه پيل سوه او خلګ مجبوره سوه، چي په نيمه شپه خپل کورونه پرېږدي او د دغه ګڼي ګوڼي پر مهال د کورنۍ غړي هم ځیني ورک سوي دي.
د ارغنداب ولسوالۍ څخه راغلي بې ځايه سوي هم وايي، يوازې ځانونه رايستلي دي اونور ټول حاصلات و شتمني یې هلته پرې ايښې ده.
دوی وايي، کليو ته د هوان مرمۍ راغورځول کېدې، نو دوی يې مجبوره کړه، چي کورونه پرېږدي او ځانونه امن لرونکو سيمو ته ورسوي.
د کندهار د کډوالو چارو رئيس دوست محمد ناياب وايي، کندهار ښار ته له ميوند څخه هم اته سوه کورنۍ راغلي دي، دوی سروې کړي او ځينو ته یې مرستي هم رسولي دی.
هغه وايي، له ارغنداب څخه هم ښار ته تر پنخه سوه ډېري کورنۍ راغلي دي، چي دوی د سروې کار پیل کړی دئ او هغه کورنۍ چي سروې سوي دي، هغوی ته د سه شنبې په ورځ عاجلي مرستي رسوي.
ناياب پر ملي سوداګرو ږغ وکړ، چي د دغه بې ځايه سوو کورنۍ سره د دوی سره يو ځای بېړنۍ مرستي وکړي.
د ناياب په خبره، دوی درې ټېمونو د کندهار ښار ته په داخلېدونکو لاري کي ځای پر ځای کړي، څو هغه کورنۍ راجستر کړي، چي تازه له ناامنه ولسواليو څخه ښار ته راځي، چي په ډول سره تر ډېره يې حقيقي کورنۍ هم موندلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون