رپوټ: رنګینه انوري
په افغانستان کي ځیني کوچنیان د کورنیو د نه پاملرني او بېړني حالت کي د مرستی نه کولو له کبله د مرګ د ګواښ سره مخامخ کېږي.
د کندهار د میرویس حوزوي روغتون د کوچنیانو د واټ مسئول ډاکتر محمد صدیق وايي، ځیني مېندی معلومات نه لري چي څه ډول د خپل کوچني سره په بېړني حالت کي مرسته وکړي، تر څو خپل کوچني د مرګ څخه وژغوري، برعکس دوی په غیر معیاري توګه د کورنیو درملو څخه ګټه اخلي، چي د کوچني د ښه کېدو پر ځای هغه نور هم ناجوړه کوي.
دا په داسي حال کي ده چي په کورونو کي اوس هم اولیه روغتيایي توکي نه سته او په بېړني حالت کي دواوي نه لري.
خو په کندهار کي د کوچنیانو ځیني مېندي بیا وايي چي دوی د ډاکترانو سپارښتني په پام کي نیولي دي او د دوي د سپارښتونو مطابق د کوچنیانو سره په بېړني حالت کي مرسته کوي، خو يادونه کوي چي په ولسوالیو کي مېرمني عامه پوهاوی نه لري، چي څه ډول د خپلو کوچنیانیو ساتنه په بېړني حالت کي وکړي او غوښتنه کوي چي د عامی روغتیا ریاست دي په دې برخه کي مېندو ته معلومات ورکړي، تر څو د کوچنیانو ژوند خوندي سي.
د میرمنو د سواد د کچي کموالي د کوچنیانو پر روغتیا منفي اغیز کړی چی په ترڅ کي يي میندي د خپلو کوچنیانو سره په بیړني روغتیايي حالت کي مرستي نسي کولای او د کوچني د مرګ سبب ګرځي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون