د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کي پیل سوو جګړو ډېر خلګ اندېښمن کړي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په جنوب کي د بشر حقونو خپلواک کمېسيون مسئولين وایي، په ارغنداب او ژېړۍ ولسوالیو کي پیل سوي جګړې به ډېرو کورنيو ته مالي او ځاني زیانونه واړوي.

د دغه کمېسيون د ملکي مرګ ژوبلي د څانګي مسئول نعمت الله حسني وايي، د دوی څېړنو له مخي په روانو جګړو کي ډېر زیان عامو کسانو ته رسېږي، چي هم په مالي برخه کي دئ او په ځاني.

هغه وايي، دا چي اوس د انارو د حاصلاتو ټولولو وخت دئ، په دغه وخت کي جګړې خلګو ته ډېر اقتصادي زیانونه اړوي، چي بايد ښکېلي خواوي د خلګو اقتصاد ته پاملرنه وکړي.

حسني وايي، د سيمي کسان ټول کال خپلو حاصلاتو ته په تمه وي، خو د جګړو له امله د هغوی حاصلات پاته سي.

پرون د ارغنداب په جګړه کي د ټپي سوي يوه کس د کورنۍ غړي وايي، ټپي سوی کس له کار څخه کورته راغلی وو، چي جګړه پیل سوه او مرمۍ د هغه په نس کي وموښته.

دوی وايي، د ټپي سوي کس کوچني اولادونه دي، چي دی په روزانه کولو سره هغه ساتي، خو اوس چي ياد کس ټپي سوی دئ، نو اولادونه یې د شپې وږي ناست وي.

بلخوا د کندهار مرستيال والي حاجي اغالالی دستګيري وايي، دوی هڅه کوي، چي د امنيتي ادارو سره په ګډه په دغه ولایت کي د جګړې د کنټرول له پاره کار وکړي.

هغه وايي، د دښتي سيمو څخه وسله وال طالبان ارغنداب ولسوالۍ ته راغلي دي، چي دوی ورته خپله امادګي نيولې.

هغه وايي، برايي شپه د امنيتي ځواکونو او وسله والو تر منځ جګړه هم سوې ده، خو امنيتي ځواکونه د خلګو د ساتني په خاطر په احتياط مخته ځي.

هغه معلومات چي هيواد تلوېزيون ته د ميرويس روغتون څخه رسېدلي دي ښيي، چي تر دا مهاله د ارغنداب د جګړې څخه نهه تنه ټپیان وروړل سوي، چي د دوو ښځو په ګډون څلور یې ملکي دي.

ځيني سرچينې وايي، چي په ارغنداب ولسوالۍ ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو د امنيتي ستونزو له امله خلګ نه سي کولای چي ياد کسان ميرويس روغتون ته ورسوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...