په کندهار کي د ښوونکي ورځ ولمانځل سوه

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د ښوونکي نړيواله ورځ ولمانځل سوه، چي پر مهال يې ښوونکوو وویل، دوی ته نه په معنوي برخه کي پاملرنه کېږي او نه په مادي برخه کي.

دوی وايي، ښوونکي خواری کاږي او د هيواد بچي روزي، خو د دوی له پاره هيڅ تشويقي پروګرامونه نه دي جوړ سوي.

دوی زیاتوي، د دې تر څنګ چي دوی تشويق سوي نه دي، هغه ناچيزه معاش هم پر وخت نه ور کول کېږي، چي دوی يې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د ښوونکو په خبره، هغه مځکي چي دوی ته ټاکل سوي، تر اوسه نه دي ورکول سوي، چارواکي يوازي د سټېج پر سره وعدې ورکوي.

بلخوا د پوهني رئيس محب احمد روښان وايي، د ښوونکو هغه حقوق چي پر دوی پوري اړه لري، دوی ورته رسولي دي.

هغه وايي، د ښوونکو ځيني حقوق لکه د مځکو وېش، معاش او نور په مرکز پوري اړه لري، چي دوی تر خپله وسه کوښښ کړی دئ، خو مرکز تر اوسه د دغه مځکو وېش نه دئ پیل کړی.

د روښان په خبره، دوی به سږ کال د استادانو له لوی کمښت سره مخ سي، ځکه دوی حق الزامه ښوونکو نسي نيولای او رسمي ښوونکي هم په ډېره کمه اندازه دي.

هغه وايي، د دوی ۱۱۰۰۰ رسمي ښوونکو ته اړتیا ده، خو کز ورته شپږ زر کسانو ورکړي وه او اوس وزته دوه زره نور ورکړي، چي هغه يوازي لیسانس او د څوارلسم ټولګي فارغين مني.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...