له ۲۲۶ بېځایه سوي کورنیو سره مرسته وسوه

رپوټ: مهتمم صالح

وروستيو جګړو د کندهار د میوند او شاولي کوټ ولسواليو څخه ډېر خلګ بې ځايه کړي دي، چي ډېر يې د ښار تر څنګ د ژړۍ او پنجوايي په امن لرونکو سیمو کي اوسېږي.

د کندهار د کډوالو چارو رئیس دوست محمد ناياب وايي، د دوی د سروې له مخي د ۲۲۶ کورنیو سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو تر څنګ د نقدي پيسو مرسته وسوه، چي دغه مرستي د همکارو مؤسساتو له خوا سوي دي.

هغه وايي، دوی د شاولي کوټ ولسوالۍ تر اوسه د نولس کورنۍ سروې سوې ده، خو د میوند ولسوالۍ ۲۰۷ کورنۍ سروې کړې ده، چي اوس يې ورسته مرسته رسولې ده.

د ناياب په خبره کندهار ته د جګړو له امله ۹۰ زره کورنۍ راغلي دي، خو دوی په کال کي يوازي څو زره کورنيو ته مرستي رسولای سي.

هغه د همکاره موسساتو څخه غوښتنه کوي، چي په دغه برخه کي د پخوا غوندي مرستي وکړي.

د ميوند څخه بې ځايه سوي کسان وايي، روانو جګړو هر څه ور څخه اخيستي دي، نو دغه ډول مرستي د دوی له پاره ګټوري دي.

دوی وايي، نور له جګړې ستړي سوي دي، نو بايد ښکېلي خواوي، نور جګړه پرېږدي څو دوی بیرته خپلو کورنو ته ستانه سي.

بې ځايه سوي وايي، په جګړه کي يې د مالي زیان تر څنګ د کورنۍ غړي او هم دلاسه ورکړي، دا چي دوی بې ځايه سوي دي، نو کار هم نه ورته پیداکیږي.

بې ځايه سوي کسان د سولي په تمه دي او د ښکيلو خواوو څخه غوښتنه کوي، چي نور دي له جګړې لاس واخلي، څو دوی خپلو ځايونو ته ولاړ سي او هغه د ارامۍ ژوند وکړي.

کندهار د هغو ولايتونو له جملې څخه دئ، چي زیات شمېر بې ځايه سوي او کډوال ورته راغلي، خو دلته د کار د نه شتون له امله دوی اړ سوي، چي خلکو ته د سوال لاس وغځوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...