د بېلا بېلو ولایتونو لسګونو کسانو د دایمي اوربند غوښتنه وکړه

د جنوب د بېلا بیلو ولایتونو لسګونو اوسېدونکو نن په یوه ناسته کي د دایمي اوربند غوښتنه وکړه او اندېښنه يې څرګنده کړه، چي د جګړې په دوام کي به د سولي خبري اتري کومه پایله ونلري.

د سولي په اړه په یوه جوړ سوي سمپوزیم کي دوی په قطر کي د افغان سولي په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو له  مذاکراتي ټيمونو څخه هم وغوښتل، چي د سولي له پاره دي خپل کارونه ګړندي کړي.

دوی په قطر کي د افغاني خواوو ترمنځ د سولي د خبرو په تړاو وايي، چي د ښې او بنسټيزي سولي له پاره سملاسي اوربند حتمي دئ.

د سولي او ډيموکراسۍ د بنسټ له خوا په کندهار کي د دې ولایت تر څنګ د روزګان، زابل او هلمند ولایتونو د مدني او ښځینه فعالانو په ګډون په جوړ سوي سمپوزیم کي برخه والو د جګړو د سملاسي درېدلو، د ولسي مرګ ژوبلي د مخنیوي او دایمي اوربند غوښتنه وکړه.

دغه راز د جنوبي ولایتونو اوسېدونکو په جګړه کي د ښکيلو غاړو څخه وغوښتل، چي د سولي د بین الافغاني خبرو د بریالیتوب له پاره د جګړې په زیاتوالي سره د ټولني عمومي ذهنیت نه زیانمنوي.

دوی زیاته کړه چي په جنوبي ولایتونو کي هره ورځ د جګړې په دوام سره عامه تأسیسات له منځه ځي او لسګونه بې ګناه انسانانو ته مرګ ژوبله اوړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...