په کندهار کي د اېچ آی وي پیښي کمي سوي دي

د کندهاراېچ آی وي اېډز ولایتی مسئول ډاکټر(محمد جناح) وايي، سږ کال د اېچ آی وي ۸ مثبتي پيښي ثبت سوي، چي د تېر ۱۳۹۸ کال په پرتله کموالی پکښي راغلی دئ، چي لامل يې هم عامه پوهاوي او په وړیا توګه د اېچ آی وي درمل دي.

هغه وايي، پروسږ کال په کندهار کي د اېچ آی وي نولس پيښي ثبت سوي وې.

د هغه په خبره د معتادينو له خوا د يوې پيچکارۍ څخه د څو کسانو استفاده، د جراحي توکو پاکوالي ته نه پاملرنه، د سلمانۍ د توکو نه پاکوالی او نور هغه لاملونه دي، چي د اېچ آی وي وايروس انتقالوي.

ډاکټر جناح وايي کوم کسان چي د اېچ آی وي وايروس نښي په ځان کي ويني، باید ژر تر ژره خپل وينه معاینه کړي، تر څو پر خپل وخت له دغه ناروغۍ څخه خبر سي.

د ډاګټر جناح په خبره، په کندهار کي د ايچ آی وي درملنه وړیا کېږي، خو د یاد وايروس په اړه ناسم نظریات د دې لامل سوي دي، چي خلګ خپل وينه نه معاینه کوي.

که څه هم په کندهار کي د اېچ آی وي وايروس د مخنیوي له پاره وخت پر وخت د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړېږي، خو د کندهار اوسېدونکي وايي چي باید د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر سي، تر څو ټول خلګ په خبر سي.

دوي وايي  چي خلک د اېچ آی وي ويروس په اره ډېر معلومات نلري، چي د عامی روغتیا ریاست څخه غوښتنه کوي چي خلکو دی دعامه پوهاوي پروګرامونه په ښار او ولسواليو کي ډېر سي، او تر څنګ يې له خلګو څخه هم غوښتنه کوي چي په هرو شپږو میاشتو کي دي خپله وينه معاینه کړي.

اېچ آی وي يا اېډز يو له هغو خطرناکه ويروسی ناروغیو څخه دي چی هیڅ معالجه نلري خو هغه کسان چي پروخت پوه سي چی دوي په یاد ويروس اخته سوي، نو کولاي د ژوند د بقا له پاره تداوي وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...