کندهاریان: د جګړې ښکېلي خواوي دي دا فرصت له لاسه نه ورکوي، تر څو افغانستان د سوريې په برخليک اخته نه سي

رپوټ: مهتمم صالح
که څه هم دوحې ته د دواړو خواوو مذاکراتي ټيمونه تللي دي، خو د يوې میاشتي راهیسي رسمي خبري نه دي پیل سوي.
خلګ وايي، د جګړې ښکېلي خوا وي دي د دې فرصت څخه استفاده وکړي او د سولي خبري دي ژر پیل کړي.

دوی وایي، که وضعيت همداسي وي، ليري نه ده چي هيواد د سوريې او عراق په برخليک اخته سي.

د خلګو به خبره نړيوال دي پر دواړو خواوو فشار راوړي، څو له دغه فرصته ښه استفاده وکړي او ژر د سولي خبري پيل سي.

د خلګو په وينا، ځيني کسان اوس هم نه غواړي چي په هيواد کي سوله راسي، نو ځکه اوس په هيواد کي پر عامو ځايونو بريدونه کوي، چي د سولي پروسه ګډه وډه کړي.

دوی غوښتنه کوي، چي نور دي په هيواد کي جګړه ختمه سي او اوربند دي وسي.

په کندهار او د هيواد په نورو ولايتونو کي خلکو په بیا بیا د سولي او اوربند غوښتنه کړې ده، خو لا تر اوسه د خلکو غوښتنو ته مثبت جواب ته دئ ویل سوی.

دوی وايي، ښکېلي خواوي د افغانانو د ژوند پروا نه لري، يوازي د قدرت لپاره جګړه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...