د سپين بولدک او چمن دروازې په خلاصېدلو سره د خلګو کاروبار هم بیرته شروع سوی دئ

رپوټ: مهتمم صالح

له تیرو اوو مياشتو څخه د سپين بولدک ـ چمن دروازه تړل سوې وه، دواړو خواوو ته زرګونه کسان بند پاته وه، د خلګو کاروبار په ټپه درېدلی وو او د تداوی له پاره تلونکي ناروغان هم پر ياده لار نه سوای تللی.

خو تېره جمعه دغه لار د پاکستاني او افغان چارواکو په همږغۍ دایمي خلاصه سوه.

پر دروازه مسافرين وايي، د دروازې خلاصېدو روغتيايي او اقتصادي ستونزي حل کړي دي.

دوی وايي، اوس کولای سي په اسانۍ سره د پولي ها غاړي ته واوړي او را واوړي.

دوی زیاتوي که څه هم د پاکستان پر حکومت باور نه لري، چي لاره به دايمي خلاصه کړي، خو بیا هم په دغه پنځو ورځو کي هغه ناروغان د تداوی له پاره تللي چي په کندهار او شاوخوا ولايتونو کي يې تداوي نه کېدل.

مسافرين وايي، پر دغه لاره د هيواد د بېلابيلو ولايتونو څخه خلګ د ډیورنډ کرښي هاغاړي ته اوړي او له هغي خوا هيواد ته راځي، چی اکثره يې د تداوی په نيت تګ راتګ کوي.

دغه راز د سپین بولدک د کميسارۍ مسئولين وايي، په تيرو پنځو ورځو کي تر یو نیم لک ډېرو مسافرينو تګ راتګ کړی دئ.

د سپين بولدک کميسار سمونوال محمد شريف غرزی وايي، جمعه ۴۰ زره او شنبه تر شپېتو زرو ډېرو مسافرو تګ راتګ کړی دئ او نوري ورځي هم له شلو تر درېرش زرو کسان تګ راتګ کوي.

د تیر لوی اختر دوی ورځي مخکي د پاکستان حکومت اعلان وکړ، چي ياده لاره به د پنځو ورځو لپاره ايله وي، خو پر خپله وعده يې وفا ونه کړه، چي وروسته د مسافرينو او پاکستاني فوځيانو تر منځ شخړه په جګړې بدله سوه او لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

په دې جګړه کي پاکستاني ځواکونو پر سپین بولدک هم لسګونه راکیټونه را توغولي وه خو وروسته د افغان ځواکونو له خوا پر شا وتمبول سوه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...