رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي خلګ پر کورونا هيڅ باور نه لري، خو د کندهار عامي روغتیا رئيس ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، لا تر اوسه هم د کورونا خطر سته، نو بايد خلګ د اختر په شپو او ورځو کي د کورونا وايروس د خپرېدو د مخنيوی له پاره لازم احتياطي تدابیر ونيسي.
هغه وايي، خلګ دي ټولنیزي فاصلې مراعت کړي او د ګڼي ګوڼي څخه دي ډډه وکړي.
سلطاني وایي، د دوی د کارونو لومړی يې د کورونا سره مبارزه ده، نو خلګ دي هم په دغه برخه کي ورسره همکاري وکړي.
د کندهار ښاريان هم له خلګو غوښتنه کوي، چي کورونا ته جدي پاملرنه وکړي.
دوی وايي، د اختر په شپو ورځو کي ښاريان بې پروايي کوي، چي دا د دوی سره سره یې کورنۍ ته هم خطر دئ.
د ښاريانو په وينا ښايي کورونا پر ځوانان دومره تاثير ونه کړي، خو ځوانان دي د خپلو مشرانو په اړه فکر وکړي او احتياطي تدابیر دي ونیسي.
په کندهار کي هغه وخت خلګو پر کورونا وايروس باور د لاسه ورکړ، چي د دغه وايروس سره د مبارزې په پيسو کي د فساد خبرونه خپاره سوه.
عامو خلګو او په پارلمان کي د کندهار د خلګو استازو په دې فساد کي د کندهار والي، د عامي روغتيا پخوانی رئیس اشرف نادري او د کورونا د تداروکاتو کمېټه شامله بلل.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون