د لويي ویالې اوبه هر کال لسګونه کسان وژني

رپوټ: خالد همت

په کندهار کي د دهلې له بند څخه د لویي ویالې اوږد د اوبو کانال تېر سوی، چي له دغه کانال څخه درو ولسوالیو ته اوبه رواني وي.

خو د کندهار اوسېدونکي وایي، هر کال د لویي ویالې اوبه لسګونه کسان وژني، چي اکثره یې کوچینیان دي.

دوی وایي، هره ورځ سلګونه کسان په دې ویاله کي لمبېږي، چي خپل ژوند په خطر کي اچوي او ډېر وخت کوچنیان پکښي وژل کېږي.

د دوی په خبره، هره کورنۍ دا مسئولیت لري چي اولادونه پر کور کښېنوي او د بېځایه را وتلو اجازه ور نه کړي.

بلخوا په کندهار کي د سینديیزي حوزې رئیس توریالی محبوبي وایي، د دهلې د اوبو له پارچاو څخه تر اوسه ۹ کسان اوبو وژلي دي، چي درې ئې کوچینیان دي.

محبوبي زیاتوي، د کال له شروع څخه يې څلور ځله اوبه پر بزګرانو له دې خاطره بندي کړي دي، چي د لویي ویالی په کانال کي د مړو جسدونه پیدا کړي، چي له دې سره بزګرانو ته زیات مالي تاوانونه رسېږي او تر څنګ یي د اوبو دروازې هم تخریبیږي.

د سیندیزي حوزي مسئولین وایي، ډیری هغه کسان د اوبو قربانیان وي، چي دوی اوبو ته په ډیف ور لوېږي او بیا پر سر موښلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...