د کندوز د امام صاحب ناصر وايي، که حکومت برېښنا را نه کړي، مرکزي ولایتونو به هم بې برېښنا کړو

رپوټ: نورګل اندړوال
د کندوز امام صاحب ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پراته دغه څلور زره کورنۍ پر حکومت نیوکه کوي، چي د برېښنا د وېش په برخه کي د مور او میرې چلند ورسره کېږي.
دوي وایي د برېښنا مزي (خادې) یې په مځکو کي تېري سوي دي، خو دوی چي څلور زره کورنۍ دي برېښنا نه لري او حکومت و د برېښنا ریاست یې په غم کي نه دي.
قومي مشران ګواښ کوي که په یوه اونۍ کي حکومت مثبت  ځواب د برېښنا د وېش په برخه کي ور نه کړي د کندوز ښار سربېره به پر پلازمېني کابل او مرکزي ولایتونو هم برېښنا قطعه کړي.
د کندوز د برېښنا رئیس حاجي محمد مهمند بیا د ناصرو قومونو ستونزي د برېښنا په برخه کي  پرځای بولي، خو وايي چي پلان یې جوړ کړی او ډاډ ورکوي چي په راتلونکو درې میاشتو کي به د امام صاحب ناصرو ته د برېښنا د وېش کار پيل سي.
د امام صاحب د ناصرو قوم بله نیوکه دا وه، چي د کندوز په سیمه ییزه اداره کي یې مسئولین د  ستونزو د حل پرځای جنجالونه ورته جوړوي، چي دې کار مجبوره کړي ترڅو د دې ولایت له سیمه ییزحکومت سره پرېکون اعلان کړي.
خو حکومتي مسئولین وايي چي په دې ولایت کي د ټولو قومونو ستونزو ته پرته له هرډول توپیر څخه رسېدنه کیږي او دوی د هيڅ توکم پر وړاندي د مور او میرې چلند نه کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...