رپوټ: خالد همت
د کندهار اوسېدونکي وایي، هر کال په سخته ګرمي کي د برېښنا لین پرې کیږي او ځیني وخت بیا په اونیو اونیو نه جوړېږي.
دوی وایي، د دې حکومت له سره بیا تر اوسه د کندهار برېښنا په دوامداره توګه نه ده سمه سوې، چي په دې سره هم خلګ په سختۍ ژوند تېروي او هم فابریکې هم فلج وي.
دوی له حکومته غوښتنه کوي، چي نور دي د دغه ولایت د برېښنا ستونزي حل کړي، ځکه چي تر ډېره کاروبار او صنعت د برېښنا سره تړلی دئ.
بلخوا په کندهار کي د برېښنا رئیس امان الله فاروقي وایي، د بې برقۍ او لین پرې کېدلو لامل اکثره وخت جګړه وي او لین هم په خطرناکه ساحو کي پرې کیږي، چي د برېښنا کارکوونکي ځیني وخت هلته ژر نه سي ور تللای.
دی وایي، که څه هم لین ځيني وخت ژر ژر پرې کېږي، خو بیا هم د برېښنا کارکوونکي هر وخت هڅه کوي، چي پرې کړی لين ژر تر ژره جوړ کړي.
د بریښنا مسئولین وایي، کندهار ته د واریداتي برېښنا کارونه هم ۹۵ سلنه خلاص سوي دي او ډېر ژر بې ټوله کار خلاص سي، چي په دې سره به د کندهار برېښنا هم زیاته سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون