په کندهار کي هدفي وژني زیاتي سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي هره ورځ د هدفي وژنو خبر ورکول کيږي، چي ډېر کسان يې اندېښمن کړي دي.

په جنوب کي د بشرحقونو خپلواک کمېسيون سرپرست شمس الدين تنوير وايي، په دغه ولایت کي هدفي وژني د اندېښنې وړ دي، بايد مخه یې ونيول سي.

هغه وايي، په دغه ولایت کي هر ورځ  خلګ په نښه کيږي، چي د هغوی د کورنۍ تر څنګ نورو خلګو ته هم رواني ستونزي پیښوي.
تنویر غوښتنه کوي، چي امنيتي ځواکونه دي د دغه پيښو مخه ونيسي.

په کندهار کي ځوانان هم وايي، چي هدفي وژني ډېري سوي دي، چی بايد مخه يې ونیول سي.
دوی وایي، هره ورځ پر ټولنيزو رسنيو د هدفي وژنو خبرونه ويني، چي دوی يې اندېښمن کړي دي.

له دې مخکي هم په دغه ولایت کي خلګو د هدفي وژنو د ډېرو څخه شکايت کوی، خو د کندهار د امنيې قومندانۍ مسئولينو ويل، چي دوی په ولايت کي د کشفي معلوماتو پر اساس د هدفي وژنو بريدګر نیولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...