په کندهار کي د کرهڼي وزارت له خوا د ‍۱۲۲۰ پروژو د بنسټ ډبر کښېښول سوه

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د کرهڼي وزارت له خوا د کرهڼیز مديريت په نامه ۱۲۲۰ پروژې تطبيقيږي، چي په هغو کي به کشمش خانې او یخي خوني جوړېږي.

د کرهڼي وزارت معين حشمت الله غفوري وایي، چي دغه پروژې د جمهور رئيس محمد اشرف غني په ځانګړې پېرزوينه د ۴۵۳ ميليونه افغانۍ په لګښت عملي کېږي، چي مالي ملاتړ يې د کرهڼي وزارت له خوا کېږي.

هغه وايي، يادي پروژې به د کندهار په ۱۲ ولسواليو کي عملي سي، چي ۴۸ يې یخي خوني او پاته نوري به يې د انګورو کشمش خانې وي.

غفوري وايي، د يادو پروژو کار به په ۲ مياشتو کي بشپړ سي.

غفوري زیاتوي، دوی په کندهار کي د نباتاتو د تشخيص لابراتوار پرانیستی، چي لګښت يې د کرهڼي ریاست لخوا ورکول سوی دئ.

هغه وايي، پر دغه لابراتوار ۲،۴ ميليونه افغانۍ لګښت راغلی دئ.

غفوري زیاتوی، دوی د خصوصي سکټور په مرسته په ارغنداب کي د شيدو را ټولولو د اړيکو يو مرکز هم پرانيستی، چی د سيمي خلګ او مالداران به شيدې ورته راوړي او بيا به له هغه ځایه د میلکو په نامه د لبنياتو د پروسس يوې کمپنۍ ته سپارل کيږي.

دغه راز د کندهار د صنايعو خوني رئیس سعدالدین سيد هم وايي، د شيدو د راټولو په دغه مرکز کي به ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره سي، ځکه د ارغنداب ولسوالۍ هر کس کولای سي، چي ياد مرکز ته شيدې راوړي.

په ورته وخت د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منيب وویل، مهمه ده چي دغه پروژې په معیاري شکل جوړي  او پر وخت ګټي اخستني وړاندي سي.

هغه وويل، د زراعتي پياوړتیا په برخه کي د خصوصي سکټور رول مهم دئ، نو په دغه برخه کي ملي سوداګر زیاتي پانګوني وکړي، څو کرنیز توکي د داخلي اړتیاوو د پوره کولو ترڅنګ نړيوالو بازارونو ته هم وړاندي سي.

کندهار د هغو ولايتونو له جملې څخه دئ، ډېر خلک یې په کرنه بوخت دي، چي د دغه ولايت د صنايعو خوني لخوا ولسمشر ته د لوی کرنيز کمپکلس د جوړېدو طرحه ورکړل سوې ده، چي د کرني معين وايي، دغه طرحه منظور سوې، چي اوس يې د مځکي د پیدا کولو چاري رواني دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...