رپوټ: مهتمم صالح
د پنجشنبې په ورځ د کندهار د پنځمي حوزې اړوند په درهمي سيمه کي د سولي ولسي حرکت د غړو له خوا لاريون وسو، چي ښځو او نارينه وو پکښي ګډون کړی وو.
دوی د لاريون پر مهال د جنګ له ښکېلو غاړو غوښتنه کول، چي نور دي له جنګه لاس واخلي او سوله دي وکړي.
دوی د جنګ د څه لپاره؟ (شعار) درلودئ او غوښتنه يې کول، چي ښکېل اړخونه دي ژر سوله وکړي.
دوی وايي، په جنګونو کي یې د کورنۍ غړي او سرپرستان دلاسه ورکړي، چي اوس دوی نسي کولای چي د هغوی د ايتمانو لپاره یوه ګوله ډوډۍ برابره کړي.
دغه راز دوی زياتوي، د دې تر څنګ چي يې د کورنۍ غړي دلاسه ورکړي دي، خپله يې هم د بدن غړي پکښي د لاسه ورکړي، نو لازمه ده، چي نور جنګ ورک سي.
په ورته وخت کي د کندهار تر څنګ د هيواد په شاخوا شلو نورو ولایتونو کي هم د دغه حرکت د غړو لخوا لاريونونه سوي دي.
د يادولو وړ ده، چي له دې مخکي هم په کندهار کي د سولي لپاره لاريونونه سوي، خو لکه څنګه چي ښايي د جنګ ښکېلو اړخونو ورته پاملرنه نه ده کړې.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون