کندهاري ځوانان: په کندهار کي کار اهل کار ته نه سپارل کېږي

رپوټ: مهتمم صالح

په هيواد کي د کابينې جوړېدل او نوي ګمارنو ډېر شمېر لوستي ځوانان اندېښمن کړي دي.

دوی وايي، دولت ټولي ګمارني د سياسي وېش پر اساس کوي، چي په دې سره کار اهل کار ته نه سپارل کيږي.

دوی وايي، دلته په هيواد کي ښه استعدادونه سته، خو ټولي ګمارني د اړيکو يا سياسي ګټو په خاطر د داسي کسانو کيږي، چي د کار قابليت نه لري.

دوی زیاتوي، لوستي کسان چي اړيکي و نه لري، د شپږم او اووم بست له پاره ورته داسي سوالونه جوړيږي، چي حتا جوړوونکی یې جواب نه سي ورکولای او يا ډېر وي.

ځوانان وایي، اتیا سلنه تعلیم یافته ځوانان بې کاره سوي دي، خو په دولتي ادارو کي ورته د کار زمينه نه برابريږي.

ځوانان د دولته غوښتنه کوي چي نور دي ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي او تر اړيکو دي ډېر د لوستو کسانو استعداد ته پاملرنه وکړي، څو هم ځوانان په کار وګمارل سي او هم هيواد ته ښه خدمت وکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...