رپوټ: خالد همت
د دوی په خبره، د کورونا په تشخیص کي د روغتیا ریاست پاته راغلی، ځکه ډېر خلګ د دغه وایروس دلاسه مړه سوي او لا هم مړه کیږي.
دوی وایي، اوس خلګ د کورونا د مخنيوي له پاره عامي روغتیا ریاست یا هم د کورونا اړوند روغتون ته مراجعه نه کوي، ځکه چي د روغتیا ریاست هم د کورونا د مخنیوي له پاره څه نه سي کولای او هغه نیمه خدمات ئې هم درېدلي دي.
دوی وايي، د عامي روغتيا ریاست بې کفايتي او د کورونا له پاره په راغلو پیسو کي فساد خلګ پر کورونا بې باوره کړي دي.
ښاريان زياتوي، حکومت د کورونا اوکرنتين په بهانه خلګ پر کور کښېنول او هغوی ته ئې سخت اقتصادي تاوانونه هم ورسول.
دوی وايي، هغه سل میليونه چي د کورونا له پاره راغلي دي، په سمه توګه نه دي مصرف سوي او ډېر فساد پکښي سوی دئ، نو بايد مسئولين خلګو ته د دغه پیسو حساب ورکړي.
د خلکو تر څنګ څه موده وړاندي په پارلمان کي د کندهار د خلګو درو استازو هم نيوکه کړې وه، چي د کرونا سره د مبارزې په راغلو پیسو کي فساد سوی دئ او ۴۵ ميليونه افغانۍ ورکي سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون