رپوټ: مهتمم صالح
پرون د امريکا خارجه وزير مايک پومپيو افغانستان ته راغلی وو، څو د عبدالله او غني تر منځ روان کړکېچ له منځه يو سي، خو ونه توانېدی، چي وروسته بیا امريکا پرېکړه وکړه، چي له افغانستان څخه يو ميلارد امريکايي ډالر مرسته بنده کړي.
کندهار ښاريان وايي، د سياسي مشرانو روان جنجالونه هيواد اقتصادي او سیاسي بحرانوي.
دوی وايي، هيواد اوس هم په سختو ستونزو کي ګير دئ، نو لازمه ده چي مشران تر خپل منځي مخالفتونو تېر سي او په ګډه د هيواد له پاره کار وکړي.
دوی ادعا کوي، چي غني او عبدالله تر خپل شخصي ګټو ملي ګټي قرباني کوي، ځکه د دوی د جنجالونو له امله امریکا یو میلیار مرسته بنده کړل.
دغه راز ښاريان وايي، دا چي سیاسيون د چوکۍ پر سر جنجالونه کوي، د هيواد برم ته سپکاوی کوي، ځکه ټول نړيوال د هيواد پر اوسني حالت خاندي.
کندهار ښاريان غوښتنه کوي، چي سياستوال دي په خپلو کي يو تفاهم ته ورسيږي، څو هيواد له بحران څخه وژغورل سي.
د يادولو وړ ده، چي د امريکا خارجه وزير د غني او عبدالله وروسته په قطر کي د طالبانو د سياسي مشر ملا برادر سره ليدلي دي.
په قطر کي طالب وياند سويل شاهين وايي، ملابرادر او پومپيو د توافق نامې پر ښه تطبيق، بين الافغاني مذاکراتو او نورو موضوعاتو خبري کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون