د عامه پوهاوي سره سره په افغانستان
کي د دغه وایروس ۷۹ مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
د کندهار ګڼ شمېر اوسېدونکي وایي، چي لا هم د کورونا وژونکی ناروغي ته هیڅ جدي
پاملرنه نه کوي او د مخنيوي له پاره یې هیڅ تدابیر نه دي نیولي.
دوی وایي، هر کس باید مقابل کس ته د کورونا ناروغ په سترګه وګوري او د روغبړ پر مهال دي يو بل ته د لاس ورکولو او په غېږ کي نيولو څخه ډډه وکړي.
دوی له مسئولینو څخه غوښتنه کوي، چي په ښار او ولسوالیو کي دي خلګو ته عامه پوهاوی ورکړي، ترڅو ټول خلګ له دغه ناروغۍ څخه ژغورل سوي وي.
د کندهار ښاریان وايي، اکثره خلګ یو ستونزه هغه وخت جدي ګڼي چي ډېر زیان ورسوي، خو دا چي کورونا وایروس په نړۍ کي ډېر خلک وژلي دي، نو افغانان هم باید د دې وایروس ته جدي پاملرنه وکړي او د مخنیوي له پاره یې لازم تدابیر ونیسي.
دوي وایي، خلګ دي د ګڼي ګوڼي ځایونو هوټلونو او نورو مجلسونو ته نه ځي او که امکان ولري باید له کوره ونه وځي تر څو د دې ناروغۍ څخه وساتل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون