په کندهار کي اوس هم مېله ځایونه او هوټلونه نه دي بند سوي

رپوټ: خالد همت

د کندهار اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کي لا هم مېله ځایونه، هوټلونه او ځیني نور ځایونه چي خلګ پکښي را ټولېږي، نه دي بند سوي.

دوي وایي، د افغان حکومت له خوا د هیواد په نورو ولایتونو کي د کورونا وایروس له امله، مېله ځایونه، د ودونو سالونونه، حمامونه، هوټلونه او داسي نور هغه ځایونه تړل سوي، چي هلته د خلګو زیاته کڼه ګوڼه وي، خو په کندهار کي لا هم ځیني مېله ځایونه او هوټلونه نه دي تړل سوي.

د خلګو په خبره، هر افغان دا مسؤلیت لري، چي د کورونا وایروس اړوند د عامه پوهاوي پرګرامونه او پیغامونه خلګو ته ورسوي او عملي يې کړي.

بلخوا د کندهار د عامي روغتیا مرستیال موسی جان سلطاني وایي، د دوی له خوا خلګو ته د کورونا وایروس په اړه عامه پوهاوی ورکول سوی، چي له دې سره اوس خلګ ډېر پوه سوي دي او کولای سي چي څنګه د دغه وایروس مخنیوی وکړي.

سلطاني وایي، په دغه ولایت کي د کورونا ناروغي ته لا هم ځيني کسان جدي پاملرنه نه کوي.

په افغانستان کي د کورونا د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه څلوېښت ته رسېدلی دي او له دې ناروغۍ څخه یو کس په بلخ کي مړ سوی دئ.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...