رپوټ: مهتمم صالح
برايي ماښام ناوخته افغان حکومت او په قطر کي طالب مشرانو تير ماښام د سکايپ د لاري خبري کړي دي.
چي د افغانستان د ملی امنيت شورا وايي، چي په دغه خبرو کي دتاوتریخوالي پر کمښت، پراخ اوربند، بين الافغاني مزاکراتو نورو تخينکي برخه بحث سوی دئ.
د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، د افغان حکومت او طالبانو تر منځ دغه ويډيويي خبرو دوی خوشبين کړي، چي د سولي خبرو ته يوه زمينه برابره سي.
دوی وايي، افغانان نور له جنګه ستړي سوي دي، نو بايد د سولي له هر فرصت څخه استفاده وسي.
دوی زياتوي، ښکېل اړخونه بايد له جنګه لاس واخلي څو د سولي ته لا زمينه برابره سي.
ښاريان وايي، اوس تر ډېره د سولي په پروسه خلک باور نه لري، ځکه د تاوتريخوالي د اوونۍ وروسته يو ځل بیا جګړې شدت پیدا کړی دئ.
د طالب بنديانو خوشي کول د امریکا سره په تفاهم لیک کي يو مهم شرط وو، چي افغان حکومت له طالبانو سره تر اوسه نه دئ منلی.
کندهار ښاريان دغه بنديانو ته په اشاره وايي، ښکېل اړخونه بايد د يو او بل ځيني شرطونه ومني.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون