ښاروالي: د کورونا ناروغۍ په خاطر مو مېله ځایونه، حمامونه، هوټلونه او سالونونه بند کړي دي

رپوټ: خالد همت

د کندهار ښاروالۍ مرستیال محمد نسیم رضایي وایي، په دغه ولایت کي د کورونا ناروغي د خپرېدو د مخنيوي په خاطر یې په سالونونو کي د ودونو مراسم منع کړي دي.

رضایي وایي، مېله ځایونو  ته پر ورتګ هم بندیز دئ او د دې تر څنګ په ښار کي حمامونه او لوی هوټلونه هم وتړل سول، چي له دې څخه یې هدف د کورونا ناروغۍ مخنیوی دئ.

بلخوا په کندهار کي د محمد یونس په نوم یوه خیاط د ماسکونو د بیي د لوړېدو وروسته، ۵ زره ماسکونه جوړ کړي او پر خلګو یې مفت وېشي.

دی وایي، په ښار کي هغه ماسکونه ډېر ګران سوي وه او یا هم نه وه، نو ځکه د کورونا ناروغۍ د مخنیوي په خاطر يې دغه کار کړی دئ او غوښتنه کوي، چي نور ښاریان هم باید ورته عمل وکړي ځکه روغتیا ساتل د ټولو مسئولیت دئ.
د کندهار اوسېدونکي هم د محمد یونس دغه احساس ستایي او وایي، د کورونا ناروغۍ د را رسېدو سره په ښار کي د ماسکونو بيي هم پورته سوي دي.

دوی د نورو تجارانو او ښاریانو څخه هم غوښتنه کوي، چي دغه ډول مرستي دي وکړي، تر څو د ټولو خلګو د روغتیا ساتنه سوې وي.

په کندهار کي تر اوسه د کورونا کومه پېښه نه ده ثبت سوې او ښاریان غوښتنه کوي، چي د دې خطرناکي ناروغۍ په وړاندي باید لا هم جديت وښودل سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...