د کندهار اوسېدونکي: په نوروز کي دي خلګ پر یوه ځای ډېر نه سره را ټولېږي

رپوټ: خالد همت

په کندهار کي د ودونو پر سالونونو، هوټلونو، غونډو او پارکونو بندیز لګېدلی دئ، تر څو د زیاتي ګڼي ګوڼي له امله د کورونا ناروغي په خلګو کي خپره نه سي.

د کندهار اوسېدونکي وایي، په نوروز کي به هم پخوا ډېر خلګ مېله ځایونو ته تلل او یا به یې لوبي کولې، خو سږ کال باید له کورونا څخه د مخنیوي په خاطر په یوه ځای ډېر کسان راټول، نه سي، تر څو له دې خطرناکي ناروغۍ څخه ژغورل سوي وي.

پر همدې مهال بیا هغه کسان چي په کندهار کی یې پارکونه په کرایه اخیستي دي وايي، کله چي خلګ پارکونو ته نه ورځي، نو د دوی کاروبار هم په ټپه ولاړ وي او زیان ورته رسېږي.

دوی وایي، که څه هم کورونا ناروغي یو افت دئ، خو باید پر تفریحي ځایونو هم دومره سخت بندیز ونه لګول سي.

دغه کسان وایي، د کورونا د مخنیوي له پاره باید د ګڼي ګوڼي په ځایونو کي هم روغتیايي کارکوونکي وګمارل سي، تر څو د خلګو لومړني معاینات وکړي.

د کورونا ناروغۍ له امله په مزار شریف کي د نوروز په مناسبت مراسم، چي هر کال به جوړېدل هم لغوه سوي دي او په کندهار کي به هم د نوروز په مناسبت نه جوړېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...