امریکا او ناټو په زابل کي د طالبانو له خوا د افغان سرتېرو وژل په کلکه غندلي، د سولي په درشل او د نوي کال په ورځ یې دغه کار ډېر بد او له شرمه ډک بللی دئ.
په کابل کي د امریکا سفارت له خوا په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي د طالبانو دغه برید په کلکه غندل سوی دئ او د افغان ملي دفاعي ځواکونو کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چي افغان ملي ځواکونه خپل ولس ته دژمنتیا او خدمت سره درناوی وړاندي کوي .
د امریکا سفارت وایي چي د کورونا وایروس او د نوي کال د نوروز لمانځلو پر مهال دا ډول بریدونه کول ډېر قبیح او بد عمل دئ.
په خبرپاڼه کي راغلي چي اوس د سولي وخت راغلی دئ.
بلخوا په افغانستان کي د ناټو سازمان ملکي استازي نیکولاس کې هم په ټویټر کي د یوه پوسټ له لاري دغه برید په کلکه غندلی دی.
هغه زیاته کړې، د نوي کال د لومړۍ ورځې پر مهال دا ډول بریدونه کول له شرمه ډک کار دئ.
ولسمشر اشرف غني هم د دې برید د غندلو ترڅنګ ویلي، چي دا ډول بریدونه د سولي فرصت له ګواښ سره مخامخ کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون