رپوټ: مهتمم صالح
د حمل يا وري د مياشتي دوهمه د بزګر ملي ورځ ده، چي هر کال په هيواد کي لمانځل کيږي، خو سږ کال د کورونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي په خاطر و نه لمانځل سوه.
پر همدې مهال په کندهار کي يو شمېر کروندګر وايي، سږکال کال اباد دئ او دوی تمه لري، چي ښه حاصلات به تر لاسه کړي، خو اندېښنه لري، چي د پروسږ کال په رقم سږ هم مېوې او کښتونه مرض ونه کړي.
دوی غوښتنه کوي، چي د کرهڼي ریاست دي په دغه برخه کي د دواوو مرسته ورسره وکړي.
دوی زیاتوي، هر کال د وچي او لندې مېوې په موسم کي مېوې نه خرڅیږي او يا هم د لاري د بندېدو له امله مېوې ډېري ارزانه سي، چي باید سږ کال يې مسئولين غم وخوري.
خو د کندهار د کرهڼي رئیس حافظ الله سعيدي وایي، سږ کال دوی ته نوي پلانونه راغلي دي، چي د ۳۳۰ میليونه په ارزښت پروژې دي او دوی به یې عملي کوي.
سعيدي وایي، دوی کروندګرو ته عامه پوهاوی ورکړی، خو کروندګر دي د دوی مشورې عملي کړي.
هغه وايي، د کرهڼي ریاست يوه اندازه دوا لري، خو هغه یې نه بسيږي، نو ځکه دوی کروندګر ته هغه دوا معرفي کوي، چي ښه کيفيت ولري.
پروسږکال په کندهار کي ښه بارانونه وسوه، چي له امله يې د دهلې بند يوه مياشت د خپل وخت څخه دمخه پارچاو سوه، چي خلګ وايي، دا په تيرو دېرشو کلنو کي اول وار دئ، چي دهله دومره وختي پارچاويږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون