رپوټ: مهتمم صالح
د کندهار د حج او اوقافو رئیس محمد عمر اخندزاده وايي، د مسجد ملا امامان دي په مسجدونو کي د سولي په اړه عامه پوهاوی ورکړي.
هغه د دیني علماء سره په يوه غونډه کي و ويل، د جنګ ښکېل اړخونه بايد تر کوچنيو غوښتنو تېر سي او د سولي له پاره کار وکړي.
د دې تر څنګ ديني علماوو هم وويل، سوله يو الهي امر دئ، بايد د جنګ ښکېل اړخونه دغه امر ته غاړه کښېږدي.
دغه ديني علماء وايي، خلګ بايد د کورونا ناروغي ته هم د خطرناکي ناروغۍ په سترګه وګوري.
دوی وايي، هر مسلمان چي روغ وي نو کولای سي، چي د الله ج عبادت په سمه توګه وکړي.
دوی زياتوي، د مسجد ملاامامان دي خلګ وهڅويؤ چي د الله ج عبادت وکړي او د الله ج څخه دي دوعا وغواړي او خپل ځانونه له دغي ناروغۍ څخه وساتي.
د غونډي په وروستۍ برخه کي ملا امامانو د چاپېريال د سمسورتيا له پاره د نيالګيو ايښودلو کمپاين وکړ، تر څو خلګ وهڅيږي، چي د خپل چاپیريال ساتنه وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون