د عامي روغتيا له خوا د کورونا په اړه د کابل اډې ترانسپورټي نمايندګيو ته هیڅ معلومات نه دي ورکول سوي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د کرونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي له پاره احتياطي تدابیر نيول سوي دي، خو په دغه ولايت کي د کابل اډې د ټرانسپورټي شرکتونو مسئول کسان وايي، د عامي روغتيا رياست اډې ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې او په اډو کي يې په دې برخه هيڅ کار نه دئ کړی.

دوی وايي، موټروانان د کرونا وايروس په اړه معلومات نه لري، نو ځکه دغه ناروغۍ ته په عادي سترګه ګوري.

دوی زياتوي، د پوهاوي تر څنګ دوی دومره امکانات نه لري، چي د احتياطي تدابیرو په توګه ورڅخه استفاده وکړي.

خلګ اندېښنه لري، چي ښايي د کرونا وايروس به کندهار ته له اډې څخه خپور سي، ځکه دغه اډې ته د هرات څخه هغه مسافران راځي، چي له ایران څخه راغلي وي.

دوی وایي، د عامي روغتیا ریاست باید د ښار په اډو کي سیار روغتیایي ټیمونه ولري، څو  ټول راتلونکي مسافر مخکي تر دې چي ښار داخل سي، معاینه کړي.

خو د کندهار د عامي روغتيا رئیس محمد طاؤس اشرف نادري وايي، د اداري مجلس پر مهال د ټرانسپورټ رياست مسئول کسان د اډې له پاره د عامي پوهاوي پروګرامونه پر غاړه اخستي دي، خو دوی هڅه کوي، چي د هرات اډې څخه د عامه پوهاوي پروګرام پیل او ټولو اډو ته یې ورسوي.

نادري وايي، دوی د ښار د ټولو هوټلونو مسئولانو ته عامه پوهاوی ورکړی، چي د مسافرو له پاره څه ډول تدابير ونيسي.

له دې مخکي د عامي روغتيا مرستيال ډاکتر موسی جان سطاني ويلي وه، چي پلان په ژېړۍ او دامان ولسواليو کي خپل ټېمونه مقرر کړي دي، څو ښار ته راتلونکي مسافر معاينات کړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...