رپوټ: نسیم لېوال
وروسته له هغه چي کورونا ناروغي په چین کي راڅرګنده سوه، په ټولنیزو رسنیو کي خلګو د طنز په شکل ورته کتل، خو اوس د پراخېدو په حال کي ده، آن په افغانستان کي یې هم دوه ویشت مثبتي پیښي ثبت سوي دي. داغه خطر ته په کتو سره د خوست د عامي روغتیا کارکوونکي د مرکز او اړونده سیمو ته ورځي او عامه پوهاوی هغو کسانو ته ور کوي، چي له هغه هیوادونو راغلي چي د کورونا وایروس زیات پکښي خپور سوی دئ.
د خوست د عامي روغتیا رئیس وايي، یو شمېر کسانو ته په کورونو کي د قرنطین هدایت سوی دئ، خو لا هم کومه پېښه له دوی سره نه ده ثبت سوې.
د عامې روغتیا رئیس وايي د کورونا د مخنیوي له پاره یې تدابیر نیولي، خو لا هم یو شمېر ستونزي سته چي کار پر روان دئ.
افغانستان د کورونا وایروس له رسېدو سره د کورونا وایروس د مخنیوي له پاره د هڅو
په لړ کي افغان حکومت د راتلونکي څه باندې یوې میاشتې له پاره ټول پوهنتونونه،
ښوونځي او نور ښوونیز مرکزونه وتړل.
یو شمېر سرچینو ویلي چي
ښایي په کورونا د اخته کسانو شمېر زیات
وي، خو حکومت یې له بېري معلومات نه سي خپرولای.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون