د افغان سولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د داعش، القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو چي امريکا او متحدين يې ګواښي، پر ضد د طالبانو د عملياتو ستاينه کړې ده.
طالبانو دوې ورځي دمخه د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره د افغانستان په ختيځ کي د داعش د وروستيو مرکزونو د له منځه وړلو خبر ورکړ.
نوموړي زياته کړې، دا د القاعدې او نورو ټولو هغو ډلو، چي امريکا او متحدين يې ګواښي، پر ضد د طالبانوعمومي ژمني (زموږ په موافقتنامه کي) ښيي.
خليلزاد تمه څرګنده کړې ده، چي طالبان به خپلي ژمني ترسره کړي؛ ځکه د امريکا له خوا د ژمنو پوره کول د طالبانو له خوا پر ژمنو عمل پوري تړلي دي.
د هغه په وينا، د طالبانو د داعش په اړه اعلاميه او په کونړ کي د ترهګرو پر وړاندي د هغوی وروستي عملیات مثبت ګامونه دي.
د يادوني ده، د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کي د سولي راوستلو) تړون د روان لمريز کال د حوت پر ١٠مه په قطر کي لاسليک سو.
د دغه تړون له مخې، په راتلونکو ١٤ مياشتو کي به له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو وتلو ته لاره برابرېږي، خو له دې مخکي لومړى بايد بنديان خوشي او ورپسې بين الافغاني مذاکرات پيل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون