رپوټ: مهتمم صالح
د سولي له پاره د طالبانو سره د مذاکراتو پنځلس کسيز پلاوی ټاکلی دئ، چي په هغه کي د لوی کندهار څخه يوازي کليم الله نقيبي ټاکل سوی دئ.
په کندهار کي قومي مشران او ځوانان وايي، جنوب غرب حوزې په جنګونو کي تر ټولو ډېره قرباني ورکړې او د طالبانو مشران هم د دې سيمي خلګ دي، نو بايد د سولي په مذاکراتو کي دغه سیمي ته ډېره ونډه ورکړل سي.
دوی وايي، په اوسني مرکچي پلاوي کي ځیني د کم عمر کسان او يا هغه کسان دي، چي د طالبانو سره د سولي خبري مخ ته نه سي وړلای نو بايد داسي کسان وټاکل سي، چي د وسلوالو طالبانو سره بلد وي او کولای سي د هغوی سره یو تفاهم ته ورسیږي.
دوی غوښتنه کوي، چي مرکزي حکومت دي پر دغه پلاوي يو ځل بيا غور وکړي.
خلک وایي، په مذاکراتي ټيم کي بايد ديني علماء او هغه ښځو ته هم ونډه ورکړل سي، چي هغوی خپل د کورنۍ غړي د جنګونو له امله د لاسه ورکړي وي او درد یې لیدلي وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون