رپوټ: خالد همت
په کندهار کي د چاپیریال ساتني رئیس امان الدین حمیدي وایي، د اقلیم زرغون صندوق نړیوال صندوق دئ، چي شاوخوا سل بیليونه ډالره پکښي موجود دي.
دی وایي، دغه پیسې هغه هیوادونو ته ځانګړي سوي، چي صنعتي وي او د اقلیم له تغیر څخه ډیر متاثر سوی وي.
دغه راز د دغه پرګرام مسئول مصطفی صاحبزاده هم وایي، په دغه پروژه کي د زون په سطحه د مرکز او ولسوالیو نارینه او ښځو ته د اقلم د بدلون په اړه عامه پوهاوی ورکول کیږي.
بلخوا ددغه پرګرام ګډونوال چي له بېلابېلو ولسوالیو څخه راغلي هم وایي، خوښ دي چي دغه ډول د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړیږي، ځکه له دې سره دوی د اقلیمي بدلون په اړه ډېر څه زده کړل او پوه سوو چي څنګه د اقلیمي بدلون سره مبارزه وکړي.
دوی وایي دغه ډول پرګرامونه باید په ولسوالیو کي هم بزګرانو او مځکوالو ته جوړ سي، تر څو هغوی هم په دې برخه کي عامه پوهاوی تر لاسه کړي.
د اقلم زرغون صندوق مسئولین وایي، دغه پرګرامونه یوازي مشورتي بڼه لري، وروسته به په دې برخه کي نور پروګرامونه هم جوړ کړي، چي هغه به روزنیزه بڼه ولري او خلګ به ډېر څه پکښي زده کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون