رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي د پوليو پروګرام د لاري ۱۲۶ زره کمبلي هغه کوچنيانو ته ورکړل سوې، چي عمرونه يې تر درو مياشتو کم وي.
په جنوب کي د پوليو ضد د عاجلو اقداماتو مسئول عبدالقيوم پخلا وايي، د پوليو پروګرام يوازي تر دوو څاڅکو واکسين پوري نه دئ محدود بلکي پروسږ کال يې ۲۳ روغتيايي مرکزونه جوړ کړي، د ۱۴ لکه ډالرو په لګښت يې په کندهار کي د پاکو اوبو شبکې جوړي کړي او تر څنګ يې اوس پنځه زره د پاکو اوبو کولران مدرسو ته توضیح کړي دي.
هغه وویل، په کندهار کي ۴۶ زره کوچنيان د پوليو د واکسين څخه بې برخي دي، چي ۲۷ زره يې غير حاضر او نور یې د ردو کورنۍ څخه دي.
پخلا وايي، ټولي کورنۍ بايد خپل کوچنيان واکسين کړي څو د دايمي فلج څخه وژغورل سي.
دغه راز د کندهار ښار اوسېدونکي د جنګ د ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي، چي د پولیو د واکسين پروګرام ته دي ستونزي نه جوړوي، څو روغتيايي کاروکوونکي وکولای سي، چي په ښار او ولسواليو کي کور په کور واکسين وکړي.
روان ميلادي کال په جنوب غرب حوزه کي د پولیو دوې پېښي ثبت سوي، چي يوه په هلمند او يوه یې هم په زابل کي ده، چي دواړي په هغو سيمو کي دي، چي هلته جنګونه کيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون