د ميرويس روغتون ډاکټران: د کرونا ناروغۍ له پاره پوره اماده ګي لرو

رپوټ: مهتمم صالح

د عامي روغتيا وزارت وايي، په هرات کي د کرونا تازه څلور مثبتي پېښي ثبت سوي دي، چي اوس په افغانستان کي د کرونا د ناروغۍ ټولي پیښي څلورو ته رسيږي، چي یوه ئې په سمنګان او درې ئې په هرات کي ثبت سوي دي.

د کندهار د ميرويس روغتون د ساري واټ مسئول سلېمان اميرزاده وايي، دوی د کرونا ناروغۍ له پاره پوره امادګي لري.

دی وايي، د دغه واټ دېرش بستره ئې د کرونا ناروغۍ له پاره ځانګړي کړي دي.

ډاکټر اميرزاده و ویل، هغه کسان چي ۳۸ درجې يا لوړه تبه ولري، تفسي ستونزي ولري، شديد ټوخی ولري او يا تازه د بهرنيو هيوادونو څخه راغلی وي، ځانونه دي معاينه کړي.

دی وایي، هغه کسان چي تازه له سفر څخه راځي، او دغه ستونزه ونه لري، بیا هم بايد تر دوو اونیو پوري له خپلوانو سره نژدې تماس ونه نيسي او يو نيم متر دي ليري اوسي، ځکه شايد د کرونا وايروس ورته رسېدلی وي.

ډاکټر امير زاده وايي، ډېر کسان د لاسونو او لمس له امله په دغه ناروغۍ اخته سوي دي، نو لازمه ده، چي هر کس د ورځي څو واري خپل لاسونه په صابون پرېولي.

ډاکټر سلېمان امير زاده زياتوي، د کرونا ناروغۍ څخه د مړيني سطحه کمه ده، خو دغه ناروغي د بدن دفاعي سيسټم کمزوری کوي، ځکه نو نورو ناروغيو ته زمينه برابروي او د هغه امله خلګ مري، نو ځکه بايد د هغه خوړو څخه استفاده ډېره وسي، چي ويټامين سي ولري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...