رپوټ: خالد همت
د کندهار ښاروالي له خوا په پنځمه ناحیه کي د یوې پروژې کار پایته ورسېدئ او په لسمه ناحیه کي بیا د یوې بلي پروژې کار پیل سو.
د دغه ولایت ښاروال محمد رفیع حیات وایي، لومړۍ پروژه د پنځمي ناحیې د کوثر ګذر په پیرو کلاچه کي عملي سوه، چي د دې پروژې له لاري دوه سړکونه، چي یو ئې ۹۰۰ متره او بل سړک ئې ۳۱۵ متره اوږدوالی لري، جوړ سو.
حیات وایي، د لسمي حوزې په کارته معلمین سیمه کي ئې، د سړک او چرۍ جوړوني نوې پروژه پیل کړې ده.
د دغه سیمي اوسېدونکي وایي، خوشحاله دي چي دغه ډول پروژې د ښار په مختلفو ساحو کي عملي کیږي، ځکه له دې سره به د دوی ژوند هم هوسا سي.
دوی وایي له دغه سړکونو سره ډېر په ستونزو کي وه، چي هره ورځ به دوړي او د وسایطو ټکرونه کېدل او ځیني کسان په تنفسي ناروغیو هم اخته سوي وه.
د کندهار ښار اوسیدونکي له مسئولو کسانو څخه غوښتنه کوي، چي نور دي هم دغه ډول پروژو ته دوام ورکړي، ځکه د ښار په ځینو ساحو کي سړکونه او چریاني کنډ و کپر دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون