د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر اساس ۲۰مه د حوت د نهال ایښووني ملي ورځ ټاکل سوې ده، چي د یادي ورځي لمانځلو له پاره کندهار والي، کندهارښاروال، د چاپیریال ساتني، کرهڼي او یو شمېر نورو ادارو رئیسانو د کندهار په تېمورشاهي پارک کي د نیالګیو په ایښولو سره دغه ورځ ولمانځل.
کندهار والي حیات الله حیات د ټولو خلګو څخه مننه وکړه، چي د خپل وطني احساس له مخي ئې د نیالګیو په ایښولو کي خپل مسئولیت ادا کړی دئ.
هغه وایي، د تیري یوې میاشتي راهیسي په ښار او ولسوالیو کي د نیالګیو ایښولو پروسه روانه ده.
کندهارښاروال انجینر محمد رفیع حیات هم په خپلو خبرو کي و ویل، دا ځل کندهار ښاروالۍ نیالګي نه دي رانیولي، ځکه ښاریانو د نیالګیو په برخه کي مرسته ور سره کړې ده او د ۴۰ زره نیالګیو څخه ئې تر دې مهاله ۱۲ زره نیالګي د ښار او ولسوالیو په بېلابیلو سیمو کي کښېنولي دي.
دغه راز د چاپېریال ساتني ادارې رئیس امان الدین حمیدي و ویل، چي سږ کال به د بېلابیلو ادارو له خوا په کندهار کي ۲ لکه ۵۲ زره مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کښینول سي، چي تر اوسه ۲ لکه ۱۹ زره نیالګي ايښول سوي دي.
مسئول کسان د ولس څخه غوښتنه کوي چي د نیالګیو ایښولو تر څنګ د نیالګیو ساتل هم د ټولو ښاریانو مسئولیت دئ او باید په یاده برخه کي بشپړه همکاري وکړي تر څو ښار پاک او شین وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون