کندهاریان وايي افغانان بايد ملي يووالی ولري او تر قومومي او ژبني تعصبونو تېر سي

رپوټ: مهتمم صالح

کندهار ښاريان د لوړي مراسمو ته په اشاره وايي، افغانان بايد په خپلو منځونو کي ملي يووالی ولري، څو هيواد د بحران څخه وژغورل سي.

دوی وايي، افغانستان د ټولو افغانان ګډ کور دئ، نو بايد ټول افغانان يو موټی سي او په ګډه د هيواد په پر مختګ کي برخه واخلي.

دوی زياتوي، که اوسني بحرانونه نور هم اوږده سي، بېره سته چي هيواد به د تجزيې لور ته ولاړ سي.

ښاريان وايي، اوس سولي ته تر ټولو ښه زمينه برابره سوې ده، نو افغانان بايد تر خپل منځي مخالفتونو تېر سي او د سولي له پاره کار وکړي.

دوی وايي، د هيواد ټول قومونه افغانان دي نو لازمه ده، چي تر قومي او ژبني تعصبونو تېر سي او د وروڼو غوندي د هيواد د ابادۍ له پاره کار وکړي.

وړمه ورځ په سپېدار ماڼۍ کي د عبدالله عبدالله او په ارګ ماڼۍ د اشرف غني له خوا د لوړي مراسم تر سره سوه، چي دغه کار د ډېرو افغانانو اندېښنې راپورته کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...