کندهار اوسېدونکي: هغه بنديان چي له بنده را خوشي کېږي بايد له جنګه لاس واخلي او پر کورونو کښېني

رپوټ: مهتمم صالح

ولسمشر غني د طالب بنديانو د خوشي کېدو فرمان لاسليک کړ، چي له مخي به ئې اول ۱۵۰۰ بنديان خوشي کيږي او نور ۳۵۰۰ بنديان به د بین الافغاني مذاکراتو د پیل وروسته خوشي سي.

خو د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، هغه بنديان چي خوشي کيږي بايد نور له جنګه لاس واخلي او د خپلو کورنيو سره عادي ژوند وکړي.

دوی وایي، نور د دې وخت دئ چي ټول افغانان د هيواد د ابادۍ او پرمختګ له پاره کار وکړي.

دوی زياتوي، چي د دغه بنديانو د کورنۍ غړي بايد توصيه ورته وکړي، څو دغه کسان بيا په تاوتريخوالي لاس پوري نه کړي.

دوی وایي، دولت هم بايد له دوی څخه داسي ضمانت واخلي چي دغه کسان به نور له جنګه لاس اخلي.

د بنديانو د خوشي کېدو پروسه به د حوت د څلورويشتمي څخه پیل سي او هره ورځ به سل کسان خوشي کيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...