کندهاریان: د هيواد اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ

رپوټ: مهتمم صالح

پرون په کابل کي د ولسمشر اشرف غني او عبدالله عبدالله له خوا د لوړي مراسم وه، چي خلګ ئې اندېښمن کړي او وايي، داسي حالت به د هیواد پر راتلونکي ډېر منفي اغېز وکړي.

کندهار ښاريان وايي، سياستوال د خپلو ګټو له پاره ملي ګټو ته پاملرنه نه کوي، نو ځکه هيواد د بحران خواته روان دئ.

دوی وايي، د هيواد اوسنی حالت د اندېښنې وړ دئ، نو بايد سياستوال ترخپلو شخصي ګټو تېر سي او يو داسي حکومت جوړ کړي، چي د هيواد او خلګو په ګټه وي.

دوی وايي، ولسمشريزي ټاکني خلګو ته د منلو نه وې او د ټاکنو کمېسيون هم تر ډېره خپلواک نه وو، نو ځکه دا ډول ستونزي را منځته سوي دي.

ښاريان زياتوي، داچي د سولي خبرو ته ښه زمينه برابره سوې ده او وسله وال طالبان هم سولي ته لېواله سوي دي، نو لازمه ده، چي سياستوال تر ټاکنو تېر سوي وای او سولي ته ئې لومړيتوب ورکړی وای.

دوی وایي، اوس هم وخت سته بايد حکومت تر خپل منځي اختلافاتو تېر سي او سولي ته لومړيتوب ورکړي.

دا دوهم ځل دئ، چي په هيواد کي د چوکۍ پر سر د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ مخالفتونه رامنځ ته کيږي.

پنځه کاله دمخه هم د دغه دوو سياسينو له خوا مخالفتونه راغلي وه، چي وروسته د امريکا د يوه استازي له خوا د اجرائيه رياست په ايجاد سره د دوی تر منځ مخالفت له منځه يوړل سو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...