د کندهار اوسېدونکي: په ښار او ځینو نورو سیمو کي کوڅه ډبه او لېوني سپي ډېر سوي دي

رپوټ: خالد همت

د کندهار اوسېدونکي وایي، په ښار او ځینو ناحیو کي لېوني او کوڅه ډبه سپي ډېر سوي دي چي خلګو ته ئې ستونزي جوړي کړي دي.

دوی وایي، له دغه سپیانو څخه خلګ خپل ورځنی ژوند په سم ډول نه سي کولای او کوچنیان هم ښوونځي او مدرسې ته نه سي تللای.

دوی له مسئولینو څخه غوښتنه کوي، چي د دغه سپو مخه ونیسي او یا ئې له منځه یوسي.

بلخوا د کندهار ښاروالۍ ښاروال محمد رفیع حیات وایي، د چاپیریال ساتني ادارې له خوا داسي اصول ټاکل سوي چي، باید ژوندي موجودات له منځه ولاړ نه سي او دغه سپیانو ته باید یو ځانګړی ځای جوړ سي.

حیات وایي، ښاروالي داسي امکانات نه لري چي کوڅه ډبه سپو ته یو ځای جوړ کړي او هلته وروزل سي، خو د چاپیریال ساتني ریاست له خوا دغه سپیان نه ټولیږي تر څو خلګ ئې له ستونزو خلاص سي.

په کندهار ښار او ناحیو کي اکثره وخت د ګرمي په راتګ سره کوڅه ډبه سپیان زیاتېږي، چي ځیني ئې لیوني هم وي او خلګ داړي، چي له دې سره ډېر خلګ په نورو ناروغیو هم اخته کېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...