کندهاریان: د سولي موافقې ته دي خو د جنګ ښکېلي غاړي دي بین الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره کړي

رپوټ: مهتمم صالح

پرون په قطر کي د وسله والو طالبانو او امريکا تر منځ د سولي موافقه لاسليک سوه، چي دغه موافقې ته ډېر افغانان لېواله وه.

د کندهار اوسېدونکي وايي، د سولي دغه موافقې ډېر خوشحاله کړي دي او تمه لري، چي په هيواد کي به سوله راځي.

دوی وايي، اوس ښه زمينه برابره سوې څو بین الافغاني مذاکرات هم وسي او په پوره توګه په هيواد کي سوله راسي.

د دوی په خبره، جنګونو د کورنۍ غړي ور شهيدان او معلول کړي دي او د کار و روزۍ مخه ئې هم نيولې ده، نو بايد اوس په سوله کي ژوند وکړي.

دوی زياتوي، نړيواله ټولنه دي لا هم د افغان سولي له پاره هڅي زياتي کړي دي او دا چي افغانان څلوېښت کلني جګړې ډېر ځپلي دي، نو خپلو مرستو ته دي ادامه ورکړي.

د کندهار اوسېدونکي وايي، د جنګ دواړي غاړي افغانان دي او باید نور له جنګ او ورور وژني څخه لاس واخلي.

دوی وايي، دا چي د سولي تړون لاسليک سوی دئ، دوی د ارامۍ ساه اخيستې ده او د شپې ئې په ارامۍ خوب کړی دئ.

د امريکا سره د سولي د موافقې وروسته به طالبان د رواني ميلادي مياشتي پر لسمه د افغان حکومت سره بين الافغاني مذاکراتو ته کښېني، خو شرط به دا وي، چي د طالبانو پنځه زره بنديان افغان حکومت خوشي کړي او طالبان به د حکومت زر کسه بنديان خوشي کوي.

خو ولسمشر غني وايي، په دونه لوړه کچه د بنديانو خوشي کېدل وخت ته اړتيا لري، په لس ورځي کي نه سي خوشي کېدای او نه امریکا د ۵ زره طالب بندیانو د خوشي کولو صلاحیت لري.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...