هندوستان وايي په نوي ډهلي کي ئې په تاوتریخوالي کي د لاس درلودلو په تور سلګونه کسان نیولي دي.
پولیسو ویلي، روانه اوونۍ لږ تر لږه ۳۸ کسان د مذهبي تاوتریخوالي په پېښو کي ووژل سو.
د نوي ډهلي د پولیسو ویاند اېم اېس
راندوا د جمعې په ورځ و ویل، چي پولیس
شواهد
ټولوي او هغه وېډیوګاني ارزوي چي
د تاوتریخوالي پر مهال ثبت سوي.
ده و ویل چي
پولیسو تر اوسه په دې تړاو ۶۰۰ کسان
نیولي دي.
راندوا خبریالانو ته وویل چي د وضعیت تر کنټرول لاندي کولو په خاطر توقیفونه ضروري وه.
ده زیاته کړه چي د تاوتریخوالي نوي راپورونه نه دي ورغلي.
د ډيسېمبر په میاشت کي وروسته له هغه مذهبي ترینګلتیا رامنځته سوه، چي د هندوستان پارلمان د تابعیت اړوند یو نوی قانون تصویب کړ.
د دې قانون له مخي به پرته له مسلمانانو هغو مذهبي اقلیتونو ته د هندوستان تابعیت ورکول کيږي، چي په خپلو هيوادونو کي له ځپني سره مخامخ وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون