مدني فعالان: دولت دي د امنيتي ځواکونو د کورنيو سره مرستي په سمه او اسانه ډول وکړي

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار يو شمېر د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په غونډه کي وویل، دولت بايد د هغه امنيتي ځواکونو له پاره چي وژل کيږي خاصه هديره جوړه کړي، څو خلګو ته معلومه وي.

دوی وايي، د سرتیرو کورنيو ته هغه امتياز، چي د سرتېري له مرګ وروسته ورکول کیږي، په ډېر ستونزمن حالت کي دي او ډېري کورنۍ نه سي کولای چي دغه امتياز تر لاسه کړي، نو بايد دولت ورته جدي پاملرنه وکړي او سلسله ئې اسانه کړي.

دغه راز دوی زياتوي، خلک بايد د امينتي ځواکونو سره مرسته وکړي، څو امنيتي پيښي له منځه ولاړي سي.

خو د کندهار مرستيال والي حاجي اغالالی دستګري وايي، کوم امنيتي ځواکونه چي ثبت دي د هغوی کورنۍ کولای په اسانۍ سره هغه امتياز تر لاس چي د سرتيري د مرګ وروسته يې کورنۍ ته ورکول کيږي.

هغه وايي، د کلتوري ستونزو له امله نسي کولای چي، سرتيرو ته خاصه هديره جوړه کړي، ځکه هر کورنۍ غواړي، چي خپل مړی پخپله هديره کي ښخ کړي.

په غونډي امنيتي ځواکونو هم وويل، د خلکو ملاتړ دوی هڅوي، چي د هيواد په ساتنه کي لا هم هڅي ډيري کړي.

دوی وايي، هغه کسان په هيواد کي امنيت له منځه وړي دوی په وړاندي توند دريځ لري او اجازه نه ورکوي، چي امنيت ګډوډ سي.

له دي مخکي هم د علماء او ښځو لخوا د امنيتي ځواکونو د ملاتړ غونډي جوړي سوي وې، د ولسمشر د فرمان له مخي د کب نهمه د سرتيرو ملي ورځ ده، چي يادي غونډي هم په دې موخه جوړيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...