په هلمند کي د سولي او اوربند په ملاتړ د لښکرګاه څخه تر ناوې پوري موټریز کاروان ولاړ

رپوټ: جواد داوري

د تاوتریخوالي د کمښت په بهیر کي د لښکرګاه ښار تر څنګ په ولسوالیو کي غونډي او سوله ایز لاریونونو تر څنګ د لښکرګاه څخه تر ناوې ولسوالۍ پوري موټریز کاروان  بوتلی او هلته یې ځايي اوسېدونکو ته د سولي پیغام ور وړ او امنیتي سرتېري يې وستایل.

د دې پروګرام جوړوونکي وايي، هڅه کوي د سولي او اوربند پیغام تر خلګو پوري ورسوي او کلیوال په دې پروګرام کي شریک کړي تر څو د سولي په اړه ټول خلګ په یووالي د جګړې پر ښکېلو غاړو د اوربند فشار راوړي.

د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي د سولي راتګ ته هیله مند سوي، کلیوال سړک ته راوتلي غواړي د سولي په ملاتړ خپل ږغ شریک کړي.

دوي وايي جګړې یې پر ژوند منفي اغیزې کړي له هري ممکنه لاري د سولي راتګ ته خوشحاله دي.

د سولي او اوربند په ملاتړ د هلمند اوسېدونکي هرې لحظي شرایطو ته متوجه دي، دلته په سیمه کي جګړه هم تر پخوا لږ سوې ده، ځکه ځايي طالبانو مشرانو خپلو پلویانو ته د جګړې د درېدو آمر کړی، خو بیا هم په یو شمېر ولسوالیو کي د تاوتریخوالي پیښي رامنځته سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...