د عامي روغتيا ریاست: د کرونا ناروغۍ د مخنيوی له پاره مو پوره تدابیر نيولي دي

رپوټ: مهتمم صالح
وروسته له هغه چي په چين کي د کرونا ناروغي ډېره سوه، د نړۍ د هيوادونو تر څنګ په افغانستان کي وقاوي ډول اضطراری حالت اعلان سوی، خو بیا هم په هرات کي په لومړي ځل د کرونا يوه مثبته پېښه ثبت سوه.

خو د کندهار د عامي روغتيا ریاست مرستيال ډاکټر موسی جان سطاني وايي، دوی د کرونا ناروغۍ د مخنيوي له پاره پوره تدابیر نيولي دي.

دی وايي، په ميرويس روغتون کي ئې دېرش بستريز واټ يوازي د کرونا ويروس د ناروغانو له پاره ځانګړی کړی دئ.

هغه وایي، کرونا يوه ساري ناروغي ده، چي د روغبړ، يوځای خوراک، څارويو او ګڼه ګوڼي او نظافت نه د مراعت له امله خپريږي.

هغه زياتوي، د کرونا ناروغي مازي ۴ فیصده انسانان وژني، خو ډېر هغه کسان ئې وژلي چي د ډېر عمر وي او يا هم بله ناروغي ولري.

ډاکټر سلطاني وايي، خلک دي، هره ورځ خپل لاسونه څو ځله په صابون پرېولي او هغه خواړي دي وخوري چي ويټامين سي ولري.

هغه وايي، په ځينو سبزي جاتو لکه مرچک، مالټه، نارنج او ليمو کي ډېر ويټامين سته، چي کولای سي د بدن دفاعي سيسټم قوي کړي.

د ډاکټر سلطاني په خبره، د کرونا ناروغۍ وقايې له پاره يوه ښه لار دا هم ده، چي هغه سيمو ته تګ را تګ محدود او يا هم بيخي ونه سي، چي هلته د کرونا ويروس وجود ولري.

مسئولین وایي، تر اوسه په دې ولایت د کرونا ناروغۍ کومه پېښه نه ده ثبت سوې.

د پزي بندوالی، د ستړیا احساس، لوړه تبه او وچ ټوخي د  د کرونا ناروغۍ نښي دي.

په چین کي چي د کرونا ناروغي څخه کوم کسان وژل سوي، عمرونه ئې تر پنځوس کلنۍ لوړ ښودل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...