افغان ځواکونه: له خلګو مننه چي زموږ ستاینه کوي او په ویاړ مو غونډي جوړوي

د کندهار پوهنتون محصلانو د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ملي ورځ ولمانځل او د دې ورځي په ویاړ ئې امنیتي ځواکونو ته ګلان ورپه غاړه کړل.

په دې اړه جوړه سوې غونډه کي د کندهار مرستیال والي حاجي اغالالي دستګیري تر څنګ لسګونه محصلانو، امنیتي سرتیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري د امنيتي ځواکونو د قربانیو او سرښندونو ستاينه وکړه او زیاته ئې کړه چي، امنیتي ځواکونو شپه او ورځ پر ځان يوه کړې ده او د هيواد و خلګو ساتنه کوی.

د غونډي نورو ګډونوالو او محصلانو هم د امنیتي سرتیرو ستاینه وکړل، چي د خلګو له پاره ئې قربانۍ ورکړي او هر ډول تکلیفونه ئې پر ځان وړي دي.

دوی وویل، سیاسي رهبران هم باید د ولس او امنیتي ځواکونو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند خواجه یحي علوي په کندهار کي د زرګونو ځواکونو، ښځو، محصلانو، دیني علماوو او قومي مشرانو له پراخ ملاتړ او له ملي امنيتي ځواکونو سره د دوی د همکارۍ مننه وکړه او ډاډ ئې ورکړ، چي د ولسونو په ملاتړ به د امنيت د ټينګښت له پاره نه ستړي کېدونکي هلي ځلي وکړي.

د حوت ۹مه په افغانستان کي د ملي، امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځي په نامه لمانځل کیږي، چي په همدې خاطر روانه اوونۍ په کندهار کي د بېلابېلو قشرونو له لوري امنیتي ځواکونه ستایل کېږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...