رپوټ: خالد همت
په کندهار کي د ۲۰۲۰م دوهم ځل د پولیو پر ضد کمپاین وسو، چي له دې سره به په دغه ولایت کي ۵ لکه ۶۷ زره کوچنیان واکسین کړل سي.
په جنوب کي د پوليو پر ضد د بېړنيو اقداماتو رئيس ډاکټر عبدالقیوم پخلا وایي، نن د هیواد په ۲۴ ولایتونو، او ۲۲۴ ولسوالیو کي، د پولیو پر ضد کمپاین پیل سو، چي له دې سره به په دغه حوزه کي ۱۷ لکه ۵۹ زره کوچینیان واکسین کړل سي.
پخلا وایي، پروسږ کال په ټول هیواد کي ۲۹ د پولیو پېښي ثبت سوي، چي ۲۰ ئې یوازي په جنوبي حوزه کي ثبت سوي دي.
پخلا وایي، د کندهار په اتوو ولسواليو کي ۴۶ زره کوچنيان د پوليو له واکسين څخه بې برخي دي، له يادو کوچنيانو څخه ئې تر ۲۵ زره زيات د درو کورنيو کوچنيان دي.
پخلا وایي، دحکومت مخالفان په یو شمېر ولسوالیو کي د واکسین کمپاین ته اجازه نه ورکوي، چي په دغه ولایت کي یوازينۍ ولسوالي ریګستان ده، چي د واکسین کمپاین نه پکښي کیږي.
بلخوا مدني فعالان وایي، اوس په ښار کي خلګ دې ته لېواله سوي، چي خپل اولادونه واکسین ته حاضر کړي، ځکه چي دوی ئې په اړه عامه پوهاوی ورکړی.
دوی له خلکو غوښتنه کوي، چي د واکیسناتورانو سره دي په ساحه کي مرسته وکړي، او خپلو کوچنيانو ته هر مياشت واکسين ورکړي.
روغتیایي مسئولین له خلګو څخه غوښتنه کوي، چي د واکسین په هر کمپاین کي خپلو کوچینیانو ته واکسین ورکړي، تر څو کوچنیان ئې په راتلونکي له فلج او نورو ناروغیو څخه ژغورل سوي وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون